31/05/2026
| د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۰۴ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړهلیک پر بنسټ، چې د خوړو نړیوال پروګرام ( ) یې تمویلوونکی دی، د #ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د دغه ولایت د سرخرود، خوګیان او شینواري ولسوالیو ۳۰۴ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، له سروې وروسته او د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۹.۱ کیلو غوړي، ۱۲.۵ کیلو دال او ۱ کیلو مالګه ووېشل شوه.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۱۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
———————————-۰
ریاست آمادگی مبارزه با حوادث ولایت ننگرهار برای ۳۰۴ خانواده آسیبدیده کمکهای خوراکی توزیع کرد
بر اساس تفاهمنامه امضاء شده میان اداره ملی آمادگی مبارزه با حوادث و مؤسسه ARCIO، که تمویل کننده آن برنامه جهانی غذا (WFP) میباشد، ریاست آمادگی مبارزه با حوادث ولایت ننگرهار با همکاری تخنیکی موُسسه متذکره، برای ۳۰۴ خانواده سیلابزده در ولسوالیهای سرخرود، خوگیانی و شینواری آن ولایت کمکهای خوراکی توزیع نمود.
در این روند، پس از سروی و با حضور مسئولین، به هر خانواده ۱۰۰ کیلو آرد، ۹.۱ کیلو روغن، ۱۲.۵ کیلو دال و ۱ کیلو نمک توزیع گردید.
تاریخ: ۱۴۴۷/۱۲/۱۴ هـ ق
اداره آمادگی مبارزه با حوادث
31/05/2026
| د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۸۴ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د کلیوالو سیمو د پراختیا او هوساینې لپاره د اقدام مؤسسې ( ) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړهلیک پر بنسټ، د #جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ د درزاب ولسوالۍ په کلیو کې ۳۸۴ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
دغه لړۍ له سروې وروسته او د مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه، چې له مخې یې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۶.۲۵ کیلو دال، ۴.۵۵ کیلو غوړي او نیم کیلو مالګه ووېشل شوه.
د مرستو ترلاسه کوونکو د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او همکارې مؤسسې له هڅو مننه وکړه او د مستحقو کورنیو لپاره یې د ورته بشردوستانه مرستو د دوام غوښتنه وکړه.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۱۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
———————————۰
ریاست آمادگی مبارزه با حوادث ولایت جوزجان برای ۳۸۴ خانواده نیازمند کمکهای غذایی توزیع کرد
بر اساس تفاهمنامه امضاء شده میان اداره آمادگی مبارزه با حوادث و مؤسسه اقدام برای انکشاف و رفاه مناطق روستایی (AWDERO)، ریاست آمادگی مبارزه با حوادث ولایت جوزجان با حمایت موُسسه متذکره، برای ۳۸۴ خانواده نیازمند در قریههای ولسوالی درزاب مساعدتهای غذایی توزیع نمود.
این پروسه بعد از سروی و با حضور مسئولان به هر خانواده ۵۰ کیلو آرد، ۶.۲۵ کیلو دال، ۴.۵۵ کیلو روغن و ۰.۵ کیلو نمک توزیع گردید.
مستفیدشوندگان ضمن قدردانی از تلاشهای ریاست آمادگی مبارزه با حوادث ولایت جوزجان و مؤسسه همکار، خواستار ادامه چنین کمکهای بشردوستانه برای خانوادههای نیازمند شدند.
تاریخ: ۱۴۴۷/۱۲/۱۴ هـ ق
اداره آمادگی مبارزه با حوادث
31/05/2026
| د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۴۶ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
د #بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د سیمهییزو اوسېدونکو د غوښتنو او د بلخ ولایت مقام د لارښوونو پر بنسټ، د مزارشریف ښار په بېلابېلو ناحیو او د یاد ولایت په ولسوالیو کې ۳۴۶ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته دوه بورۍ ۵۰ کیلویي غنم ووېشل شول.
د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ټینګار وکړ چې له مستحقو سره د مرستې او د زیانمنو کورنیو د ملاتړ بهیر به د اړوندو ادارو په همغږۍ دوام ولري.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۱۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
————————————۰
ریاست آمادگی مبارزه با حوادث ولایت بلخ برای ۳۴۶ خانواده نیازمند کمکهای غذایی توزیع کرد
ریاست آمادگی مبارزه با حوادث ولایت بلخ، به اساس درخواستهای باشندگان و هدایات مقام ولایت بلخ، برای ۳۴۶ خانواده مستحق و نیازمند در نواحی مختلف شهر مزارشریف و ولسوالیهای ولایت بلخ مساعدتهای غذایی توزیع نمود.
در این پروسه با حضور مسوُلان، به هر خانواده ۲ بوری گندم ۵۰ کیلویی توزیع گردید.
ریاست آمادگی مبارزه با حوادث ولایت بلخ تأکید نمود که روند رسیدگی به نیازمندان و حمایت از خانوادههای آسیبپذیر در هماهنگی با نهادهای ذیربط ادامه خواهد یافت.
تاریخ: ۱۴۴۷/۱۲/۱۴ هـ ق
اداره آمادگی مبارزه با حوادث
31/05/2026
| د #کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د وروستیو ورښتونو له امله ۲۳۲ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان ( ) په مالي ملاتړ، د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله ۲۳۲ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، مولوي محمد صابر احمد، د همکارو ادارو له همکاریو څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې زیانمنو کورنیو ته د بېړنۍ رسېدنې په موخه د تګاب او نجراب ولسوالیو زیانمنې کورنۍ سروې او تثبیت شوې او ورته اړینې مرستې برابرې شوې دي.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په حضور کې هرې کورنۍ ته درې تختې کمپلې، دوه سولري څراغونه او د اوبو د تصفیې یوه دستګاه ووېشل شوه. همدارنګه هغو دوو کورنیو ته چې کورونه یې په بشپړه توګه زیانمن شوي وو، هرې کورنۍ ته یو باب خېمه هم ورکړل شوه.
زیانمنو کسانو د پر وخت رسېدنې، سروې او د مرستو د وېش له بهیر څخه خوښي څرګنده کړه او له مسؤلو ادارو یې مننه وکړه.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۱۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
———————————-۰
ریاست آمادگی مبارزه با حوادث ولایت کاپیسا برای ۲۳۲ خانواده آسیبدیده از بارندگیهای اخیر کمکهای غیرخوراکی توزیع کرد
ریاست آمادگی مبارزه با حوادث ولایت کاپیسا با حمایت سازمان بینالمللی مهاجرت (IOM)، برای ۲۳۲ خانواده آسیبدیده از بارندگیها و سیلابهای اخیر در آن ولایت کمکهای غیرخوراکی توزیع نمود.
مولوی محمد صابر احمد، رئیس آمادگی مبارزه با حوادث ولایت کاپیسا، ضمن قدردانی از همکاری نهادهای همکار، اظهار داشت که بهمنظور رسیدگی فوری به آسیبدیدگان، خانوادههای متضرر در ولسوالیهای تگاب و نجراب سروی و شناسایی شده و کمکهای لازم برای آنان فراهم گردیده است.
در این پروسه با حضور مسوُلان، به هر خانواده سه تخته کمپل، دو عدد چراغ سولری و یک دستگاه تصفیه آب توزیع شد. همچنان برای دو خانواده که منازلشان بهگونه کامل آسیب دیده بود، به هر کدام یکباب خیمه نیز توزیع گردید.
آسیبدیدگان از رسیدگی بهموقع، سروی و توزیع کمکها ابراز رضایت نموده و از نهادهای مسئول سپاسگزاری کردند.
تاریخ: ۱۴۴۷/۱۲/۱۴ هـ ق
اداره آمادگی مبارزه با حوادث
30/05/2026
#خبرولایتي | ریاست آمادگی مبارزه با حوادث ولایت کندهار برای ۱٫۲۰۰ خانواده مستحق گوشت تازه قربانی توزیع کرد
بر اساس تفاهمنامه اداره آمادگی مبارزه با حوادث با موسسه رفاه اسلامی( )، ریاست آمادگی مبارزه با حوادث ولایت #کندهار، برای ۱٫۲۰۰ خانواده مستحق مربوط نواحی مختلف شهر کندهار، گوشت تازه قربانی توزیع کرد.
در این روند در حضور مسوولان برای هر خانواده ۵ کیلو گوشت تازه قربانی توزیع شد.
تاریخ: ۱۴۴۷/۱۲/۱۳ هـ ق
اداره آمادگی مبارزه با حوادث
30/05/2026
#اعلامیه | د خواشینۍ او ډاډ ګیرنې پیغام!
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس الحاج ملا نورالدین ترابي د کابل -ـ جلالآباد پر لویه لاره، د #لغمان ولایت د سرخکانو چوک ته څېرمه د لارۍ ډوله موټر د چپه کېدو له امله د رامنځته شوې دردناکې له امله خپله ژوره خواشیني او خواخوږي څرګندوي.
له بده مرغه باید ووایو چې په دغه غمجنه پېښه کې ۲۰ تنه هېوادوال شهیدان او ۳۳ تنه نور ټپیان شوي دي چې په شهیدانو کې ښځې، ماشومان او نارینه شامل دي.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس د شهیدانو کورنیو، خپلوانو او ټولو اغېزمنو هېوادوالو ته د زړه له کومې تسلیت وړاندې کوي، شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د عاجلې او بشپړې روغتیا دعا کوي.
محترم ترابي صاحب د پېښې له قربانیانو سره د خواخوږۍ او مرستې په موخه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې له لوري د ۷۳۰,۰۰۰ (اووه سوه دېرش زره) افغانیو نغدي مرسته هم ترسره کړې ده، ترڅو د زیانمنو کورنیو د عاجلو اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته وشي.
نوموړي د کنړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو مسؤلینو ته لارښوونه کړې چې د ټپیانو د درملنې، د قربانیانو د کورنیو د ملاتړ لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره د دې سترې غمیزې له امله له زیانمنو کورنیو سره ځان شریک بولي او ډاډ ورکوي چې د خپلو امکاناتو تر بریده به د هغوی لاسنیوی او ملاتړ وکړي.
30/05/2026
#خبرولایتي | ریاست آمادگی مبارزه باحوادث ولایت #بامیان برای ۱,۷۸۵ فامیل مستحق گوشت تازه قربانی توزیع کرد
به اساس تفاهم نامه ای امضا شده میان اداره آمادگی مبارزه باحوادث و موسسه رفاه اسلامی ( )، ریاست آمادگی مبارزه باحوادث ولایت بامیان باحمایت مالی این موسسه در ساحاتی چون جرخشکک، تپه جلال، خم کلک، اژدر و ملا غلام مربوط مرکز ولایت، پس از انجام سروی برای ۱۷۸۵ فامیل مستحق گوشت قربانی توزیع کرد.
در این روند در حضور مسوولان برای هر خانواده ۵ کیلو گوشت تازه قربانی توزیع کرد.
تاریخ ۱۴۴۷/۱۲/۱۳ هـ ق
اداره آمادگی مبارزه با حوادث
30/05/2026
#خبرولایتي | ریاست آمادگی مبارزه با حوادث ولایت #غور برای ۳۱۵ خانواده مستحق گوشت تازه قربانی توزیع کرد
به اساس تفاهم نامه امضا شده میان اداره آمادگی مبارزه باحوادث و موسسه رفاه اسلامی( )، ریاست آمادگی مبارزه باحوادث ولایت غور باحمایت مالی این موسسه مناطق پشته گاومورک و پشته قبرستان مربوط شهر فیروزکوه مرکز ولایت غور، پس از انجام سروی برای ۳۱۵ فامیل مستحق، گوشت تازه قربانی توزیع کرد.
در این روند در حضور مسوولان برای هر خانواده ۵ کیلو گوشت تازه قربانی توزیع شد.
تاریخ: ۱۴۴۷/۱۲/۱۳ هـ ق
اداره آمادگی مبارزه با حوادث
29/05/2026
| له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس د اجباري رایستل شویو کورنیو څخه لیدنه وکړل
نن ورځ جمعه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس الحاج ملا نورالدین ترابي صاحب د کندهار ولایت د نساجۍ له سیمې څخه تر عینو مېنې پوري د اجباري را ایستل شویو ۳۰۰۰ کډوالو کورنیو څخه لیدنه وکړل.
په یاده لیدنه کې نوموړي د کډوالو ستونزې، اړتیاوې او اوسنی وضعیت له نږدې وڅېړه او اړوندو مسئولینو ته یې سپارښتنه وکړه، څو د راستنو شویو هېوادوالو لپاره لازمې اسانتیاوې او پر وخت مرستې برابرې شي.
الحاج ملا نورالدین ترابي صاحب د خپلو خبرو پر مهال وویل، اسلامي امارت د خپلو راستنېدونکو هېوادوالو خدمت خپل مسئولیت ګڼي او هڅه کوي چې د ټولو امکاناتو په کارولو سره د هغوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.
همداراز ترابي صاحب زیاته کړل چې له کډوالو سره مرسته او همکاري یو اسلامي او انساني مسئولیت دی او ټولې ادارې باید په ګډه د هغوی لاسنیوی وکړي.
بل لور ته یو شمېر راستنو شویو مهاجرینو د اسلامي امارت او د پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې له مسئولینو څخه مننه وکړه او ویې ویل چې د دوی ستونزو ته پر وخت رسېدنه او د مرستو برابرول د هغوی مهمې اړتیاوې تر یوه حده حل کړې دي. هغوی د لا زیاتو همکاریو غوښتنه هم وکړه.
نیټه: ۱۴۴۷/۱۲/۱۲ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره