13/05/2026
ځاځي بازار ورځ تر بلې لا ښکلی او منظم کیږي.
موږ هغه ژمنه عملي کوو چې د یو عصري، پاک او فعال بازار د جوړولو لپاره مو کړې وه. اوس په بازار کې ګڼ دوکانونه فعال دي، سوداګري روانه ده او هره ورځ نوې اسانتیاوې هم زیاتیږي.
🛍️ ځاځي بازار د کورنیو، او ټولو پیرودونکو لپاره یو خوندي او مناسب ځای دی.
راشئ، زموږ له فعالو دوکانونو لیدنه وکړئ او د ښه کیفیت او مناسب خدمتونو تجربه ترلاسه کړئ.
د ځاځي لوی بازار — د پرمختګ او باور نوی نوم
📍:ادرس کارته نو،سرتپه
02/05/2026
په ټیکټاک کې هم د ځاځي لوی بازار وڅارئ!
TikTok · Zazai Loy Bazar
Check out Zazai Loy Bazar’s video.
25/04/2026
د حبیب الله ځاځي په لوی بازار کې د لمریزې برېښنا ستره پروژه بشپړه او فعاله شوه.
په ځاځي لوی بازار کې د دوکانونو لپاره د لمریزې برېښنا یوه مهمه او ستره پروژه په بریالیتوب سره بشپړه او د استفادې لپاره وړاندې شوه. دغه پروژه د لوی بازار د سوداګرو لپاره یو لوی ګام بلل کېږي چې د برېښنا د دوامداره او باوري سرچینې اړتیا پوره کوي.
د دې پروژې د تولید ظرفیت ۶۶۰ کیلوواټه دی، چې د سروبي ولسوالۍ د لمریزې برېښنا وروسته په کابل ولایت کې تر ټولو لویه لمریزه برېښنا پروژه ګڼل کېږي. دا سیستم کولی شي په دوامداره توګه د لوی بازار ټولو دوکانونو ته برېښنا ورسوي او د سوداګرۍ په پراختیا کې مهم رول ولوبوي.
په دې پروژه کې له درې لکو امریکايي ډالرو څخه زیاته پانګونه شوې ده، او لا هم د پراختیا او زیاتوالي په حال کې ده. دا پانګونه نه یوازې اقتصادي ارزښت لري، بلکې د پاکې انرژۍ د کارونې لپاره هم مهم ګام ګڼل کېږي.
د ګران هیواد افغانستان د لا پرمختګ او آبادۍ په هیله.❤️