زابل پوهنتون-Zabul University

زابل پوهنتون-Zabul University

Share

میرویس خان نیکه زابل پوهنتون

12/06/2026

د قاچاق د مخنوي په اړه د عالیقدر آمیرالموؤمنین حفظه الله فرمان.
لومړۍ ماده:

11/06/2026

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د پوهاوي لړۍ
یو دېرسمه ماده:

10/06/2026

د پوهنتون محصلینو ته اصلاحي درس وړاندې سو
د لوړو زده کړو وزات د لارښوونې سره سم، د دعوت او ارشاد آمریت په هڅو سره، د افتخاري شیوخو کرامو له لوري دیني او فکري درسونو په لړ کې د پوهنتون ټولو محصلینو ته د ایمان او لمانځه اړوند درس وړاندې سو.
د اصلاحي درسونو لومړۍ برخه د علماؤو شورا غړي محترم شیخ مولوي محمد اسماعیل له لوري وړاندې سوه.
نوموړي په لومړۍ سر کې د ایمان او اسلام پر پېژندنې، اهمیت او څرنګوالي باندې معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل، ورپسې یې د ایمان څانګې په تفصیل سره بیان کړې.
نوموړي د یاد اصلاحي درس په پای کې د لمانځه په حکم، فضیلت او اسرار باندې هر اړخیز بیان محصلینو ته وکړ.
د یادونې وړ ده چې د درس په جریان کې له محصلینو څخه پوښتنې وشوې او د هغوی له لوري ښه ځوابونه ورکول سول، همدارنګه د محصلینو پوښتنو ته هم ځوابونه ورکړل سول.
د اصلاحي درس همدا برخه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.
نېټه: 1405/3/20
د نشراتو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

10/06/2026

افغان نړیوال اسلامي پوهنتون👇

09/06/2026

د لوړو زده کړو وزارت نن ورځ.

09/06/2026

محصلینو ته د اسلامي امت د ضعف اسباب او فرهنګي یرغل تاثیراتو تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو
د نشراتو او کلتوري چارو عمومي کميټې د پلان له مخې د پوهنتون محصلینو ته د فکري ویښتیا او د اسلامي ټولنې د اوسني وضعیت په اړه د عامه پوهاوي په موخه، (د اسلامي امت د ضعف اسباب او د فرهنګي یرغل تاثیرات) تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو.
یاد سمینار د اقتصاد پوهنځي محصل چې د پوهنتون په کچه ممتاز محصل دی، خالد احمد الماس وړاندې کړ.
نوموړي د سمینار په پیل کې د اسلامي امت پر پېژندنه، د اسلامي تمدن پیل، مختلفي دورې یې او د اسلامي امت د زوال په اسبابو باندې تفصیلي معلومات وړاندې کړل، نوموړي د اسلامي امت د زوال داخلي او خارجي عوامل او اسباب تشریح کړل، چې د بهرنيو عواملو له جملې څخه یې صلیبي جګړې، د تاتاریانو هجوم، اروپایې استعمار ، فکري جګړې، ختیځ پوهنه، سیکولریزم او غرب ګرایې باندې معلومات وړاندې کړل.
نوموړي د سمینار په وروستۍ برخه کې د فرهنګي یرغل تاثیرات په عقیده، اخلاقو او ټولنیزو چارو باندې په لنډه توګه د سمینار ګډونوالو ته بیان کړل.
نېټه: 1405/3/19
د نشراتو او عامه پوهاوي مدیریت.

09/06/2026

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د پوهاوي لړۍ
نهه ویستمه ماده:

08/06/2026

د مرکز قلات ښار د عالي لیسو دوولسم ټولګيو زده کوونکو ته شپږ ورځنی علمي او معلوماتي سمینار پیل سو
نن ورځ د میرویس خان نیکه پوهنتون اړوند د ښوونې او روزنې پوهنځي په نوښت، د مرکز قلات ښار عالي لیسو د دوولسم ټولګیو زده کوونکو ته له پوهنتوني محیط سره د اشنایي او د ښوونې و رزونې پوهنځی د اهمیت په اړه شپږ ورځنی سمینار پیل سو.
د یاد سمنیار په لومړۍ ورځ د شیخ متي بابا عالي لیسې د دولسم ټولګي زده کوونکو په سمینار کې د ګډون ترڅنګ له پوهنتون څخه لیدنه وکړه.
د یادې لیدنې په لومړیو کې د ښوونې او روزنې پوهنځي استادانو زده کوونکو ته د پوهنتون او همدارنګه ښوونې او روزنې پوهنځي اړوند څانګو اهمیت، اړتیا او په ټولنه کې یې د عملي ساحو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل.
وروسته د یادې لیسې زده کوونکو د پوهنتون له عمومي کتابتون، درسي ټولګیو او تدریسي بهیر څخه لیدنه وکړه.
په پای کې زده کوونکو خوښي وښوده چې، داسي لیدنې او مهم پروګرامونه د هغوی په راتلونکې تحصیلي دوره کې مهم رول لري.
نېټه:1405/3/18
د نشراتو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

08/06/2026

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د پوهاوي لړۍ
اته ویستمه ماده:

07/06/2026

خبرتیا!

Want your business to be the top-listed Government Service in Qalat?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Address


زابل د لوړو زده کړو مؤسسه/افغانستان
Qalat