ریاست هماهنگ کننده دیجیتلی جوزجان

ریاست هماهنگ کننده دیجیتلی جوزجان

Share

Provincial Directorate, Coordination & Digitization (Jawzjan)

Photos from ‎وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی - د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت‎'s post 03/08/2021
29/07/2021

د بیرغ ملي ورځ مو مبارک شه!

د هر هیواد ملي بیرغ په سیاسي ډګر کې، د یو ملت د ازادۍ یووالي او حضور سمبول دی. د ګران هیواد درې رنګه بیرغ چې په تور، سور او زرغون رنګونو او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په نښې ښکلی شوی دی د افغانستان په نوم جغرافیه کې د وروڼو قومونو د غرور، عزت، وقار، ازادۍ، ملي هویت، یووالي او پیوستون څرګندویي کوي.
له نیکه مرغه د خلکو د یووالي، پوهې او بیدارۍ په ځانګړي ډول د هیواد د امنیتي او دفاعي اتلو ځواکونو د سرښندونو له برکته دغه ویاړلی درې رنګه بیرغ د هیواد د غرور او ازادۍ په هرو لوړو څوکو باندې رپانده دی.
په اوسنیو نازکو شرایطو کې، په هیواد کې د ثبات، ټیکاو او د ملي بیرغ رپانده ساتلو لپاره د امنیتي ځواکونو او سرتیرو لا ډیرو سرښندنو ته اړتیا ده.
د هیوادوالو حقونه، سوله او ټیکاو، پراختیا او پرمختګ او تر ټولو مهمه د ټکنالوجۍ پرمختګ چې د اوسني عصر اړتیا او انکار نه منونکې پدیده ده یوازې د هیواد د درې رنګه بیرغ تر سیوري لاندې تامینیږي. نن سبا د یو لړ ستونزو او ننګونو با وجود، ټکنالوجي په بیلابیلو بڼو کې خپله لار د ژوندانه په هرو برخو کې پرانیزي او دا کاروان به هیڅکله و نه دریږي.
لکه څرنګه چې یو سیاسي نظام د خپل بقا او پیژندنې لپاره سرتیري او بیرغ ته اړتیا لري، یوه سوکاله ټولنه معلوماتي ټکنالوجۍ ته چې د پراختیا یوه ځانګړنه ده اړتیا لري. او موږ به دغې موخې ته د رسیدو لپاره په مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کې په ډیر جدیت کار وکړو.

د هیواد ملي بیرغ دې تل رپانده وي

*************

روز ملی بیرق مبارک!‏

پرچم ملی هرکشور، نشان آزادی، اتحاد وحضور یک ملت در صحنه‌های سیاسی است. بیرق سه ‏رنگ کشور عزیز ما که ‏به ‏رنگ‌های سیاه، سرخ و سبز با نشان دولت جمهوری اسلامی افغانستان ‏مزین گردیده است، نماد غرور، ‏آزادگی، ‏هویت ملی، اتحاد و همبستگی اقوام باهم ‏برادر در جغرافیایی بنام افغانستان است.‏

تنها در سایه ی بیرق سه رنگ کشور است که حقوق شهروندی، صلح و ثبات، توسعه و آبادانی و ‏مهمتر از همه ‏پیشرفت ‏تکنالوژی که نیاز و پدیده انکار ناپذیر عصر فعلی است، تامین خواهد شد. ‏امروز با وجود برخی مشکلات و چالشها، ‏تکنالوژی ‏در اشکال مختلف آن راهش را به عرصه‌های مختلف زندگی ‏مردم باز کرده و این کاروان هرگز متوقف نخواهد شد.

همانگونه که نظام های سیاسی برای بقا و تعریف خود به سرباز وپرچم نیاز دارد، یک جامعه آگاه و ‏مرفه نیز به ‏تکنالوژی ‏معلوماتی که یکی از شاخصه های توسعه است، نیاز دارد و رهبری ‏وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی، در ‏این راستا ‏با جدیت کار خواهد کرد.‏

پاینده و برافراشته باد بیرق ملی کشور

29/07/2021

اعلامیه خبری!

Want your business to be the top-listed Government Service in Shahr-e Sheberghan?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Telephone

Address


Shahr-e Sheberghan
FGHFGH